د روسیې امنیتي ځواکونه وایي، چې دوی د اسلامي یاغي ډلې هغه مشر وژلی، چې په مسکو کې په ناکامې تروریستي حملې تورن شوی و.
د راپورونو له مخې د یاغیانو مشر ابراهیم خیل داودوف چې په صالح هم مشهور و، د تیرې فبرورۍ د میاشتې په یولسمه د روسیې په شمالي قفقاز سیمه داغستان کې د پولیسو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
په دغو عملیاتو کې د دریو نورو وسله والو د وژل کیدو خبرهم ورکړل شوی دی.
داودوف په هغه لست کې شامل و، چې د روسیې فدرالي پولیس یې په مسکو کې د نوي ۲۰۱۰ کال د ورځې ځان وژونکې حملې د تنظیمولو په خاطرتعقیبوي.
د راپورونو له مخې دغه حمله وروسته له هغې ناکامه شوه، چې بم د هغې پرمیرمنې د انتقال په مهال وچاودید او ووژل شوه.