ایساف ومنله چې په کاپیسا کې د دوی له خوا ۸ تنه ملکیان وژل شوي

ایساف ځواکونو ومنله چې په کاپیسا ولایت د دوی د تیرې اونۍ په یوې هوايي حملې کې اته ملکي کسان وژل شوي دي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو د ارتباطاتو مسوول ″جنرال بون″ دا یوه تیروتنه وبلله او ویې ویل، چې د عملیاتو پر مهال دغه کسان داسې ښکاریدل لکه وسلې چې ولري.

که څه هم نوموړي وژل شوي کسان ځوانان وبلل، خو افغان چارواکو ماشومان بللي دي.

دوی تیره اونۍ د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې ووژل شول.