یو پاکستانی مشکوک تروریست چې په ګوانټانامو زندان کې بندي دی، رسماً له القاعده سره په امریکا کې د حملو او د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د وژنې په دسیسو کې په لاس لرلوتورن شوی دی.
دغه کس چې مجید خان نومیږي، په دې تورن شوی چې غوښتل یې په دوه زره دوهم میلادي کال کې د کراچۍ ښار په یوه جومات کې د خپل ځان په الوزولو سره پخوانی ولسمشر پرویز مشرف چې دې جومات د ورتلو نیت درلود، ووژني.
دغه حمله ځکه ناکامه شوه، چې مشرف په دغه جومات کې ظاهر نه شو.
څارنوالانو همدارازمجید خان تورن کړی، چې پرامریکا د سپټمبر د یولسمې حملو له اصلي طراح خالد شیخ محمد سره یې په ګډه په متحدو ایالاتونو کې ترمځکې لاندې د تیلو د ټانکرونو په ډیپو کې د چاودنې پلان ترتیب کړی و.
مجید خان همدا راز تورن دی، چې نوموړی په انډونیزیا کې د القاعده له فعالانو سره په هغو بریدونکو کې همکاري کړې، چې په نایټ کلبونو، کافي ګانو او رسټورانټونو چې ډېر بهرنیان ورتلل، شوي او لسګونه کسان په کې وژل شوې وو.
خان چې د امریکا په ختیځ کې په بالتیمورکې ښارکې رالوی شوی، په ۲۰۰۳ کال کې په پاکستان کې له نیول کیدو وروسته ګوانټانامو ته انتقال شوی او له ۲۰۰۶ کال راهیسې په دې زندان کې ساتل کیږي.