د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وایي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون لاسلیک کیدو ته ډیروخت نه دی پاتې.
دغه تړون به د امریکا متحدو ایالتونو ته اجازه ورکړي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي.
پنیټا چې پرون یې په دې اړه د امریکا د کانګرس د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمیټې څرګندونې کولې وویل، په څو راتلونکو اونیو کې به دغه ستراتیژیک تړون لاسلیک کیدو ته چمتو شي.
هغه وویل، د دغه ستراتیژیک تړون کار ترډېره حده تکمیل شوی، خو په افغانستان کې د زندانونو د مسولیتونو د لیږد او د شپې له خوا د امریکایي ځواکونو د عملیاتو د بندیدو په اړه تراوسه داړو لورو موافقه نه ده کړې.