″د قطر د دفتر په اړه په پاکستان کې د امریکا د سفیر خبرې غلطې تعبیر شوي″

په کابل کې د امریکا سفارت وایي، په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه په پاکستان کې د امریکا د سفير څرګندونې غلطې تعبیر شوې دي.

د امریکا سفارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې یوشمېر رسنیو په پاکستان کې د امریکا د سفیر کامرون مانټر په حواله خبر ورکړی، چې ویلي یې دي، افغان حکومت په قطر کې له طالبانو سره د غونډو بهیر پیل کړی دی.

اعلامیه وایي، په پاکستان کې د امریکا سفیر په دې ټینګار کړی و، چې متحده ایالات د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې غوښتونکی دی، خو دایې نه دي ویلي، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیل شوې دي.

د امریکا سفارت وایي، لکه څنګه چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګروسمن کابل ته په سفر کې ویلي وو، د متحده ایالاتو اساسي هدف دا دی، چې داسې شرایط رامنځ ته کړي، چې افغانان وکولای شي، په خپل منځ کې د سولې پروسه پرمخ یوسي.