″د سوریې په بېلابېلو برخو کې نولس تنه ملکیان وژل شوي دي″

د بشري حقونو فعالان وایي، چې پرون د سوریې په مختلفو برخو کې لږترلږه نولس کسان ووژل شول.

په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې وویل، د وژل شویو زیاتره یې ملکیان دي، چې په ناکراره مرکزي ښار حمص کې د توپونو د سختو ډزو په نتیجه کې وژل شوي دي.

د بشارالاسد د رژیم ځواکونو له تیرولسو ورځو راهیسې د حمص ښار پرهغو برخو سختو بریدونو ته دوام ورکړی؛ چې د یاغي وسله والو په ولکه کې دي، څوبېرته پرې خپل کنټرول ټینګ کړي. په دغو بریدونو کې ویل کیږي، چې سلګونه کسان وژل شوي دي.

دغه راز پرون د ″حما″ له ښاره هم د توپونو د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.