نن سهار د یونان شمالي سیمې زلزلې ولړزولې

د یونان شمالي سیمې نن سهار وختي یوې نسبتا قوي زلزلې ولړزولې. تر اوسه د زلزلې له امله د تلفاتو کوم خبر نه دی خپور شوی.

په اتن کې مسولینو ویلي، چې د سمندر په تل کې دا زلزله د ریښتر تقریبا پينځه اعشاریه یو درجه وه.

د یونان په شاوخوا کې د زلزلو فعال مرکزونه شته او هرکال لس هاوو خفیفي زلزلې کیږي، چې تلفات نه لري.

د جاپان په شمال ختیځ کې هم نن شدیده زلزله شوې ده، خو چارواکو د څونامي د امکان خبر داری نه دی ورکړی.