امریکا او شمالي کوریا په پیکېنګ کې د اټمي وسلو په اړه غونډه کوي

په پام کې ده، چې د متحدوایالاتو او شمالي کوریا چارواکي راتلونکې اونۍ په پېکېنګ کې د اټومي بې وسلې کولو په اړه بحث وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولانډ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، تمه ده، چې د امریکا ځانګړی استازی ګلین ډېویس د فبرورۍ په ۲۳مه د چین په پلازمېنه کې د شمالي کوریا له مرکچي ″کېم کي ګوان″ سره وګوري.

د دې غونډې هدف د اټومي بې وسلې کولو په اړه د شپږاړخونو، چې شمالي او جنوبي کوریا، چین، جاپان، روسیه او امریکا په کې شامل دي د خبرواترو بیا پیلول دي.

شمالي کوریا په ۲۰۰۹ کال کې، په دې پلمه چې ګنې امریکا دښمني ورسره کوي، له دې خبرو ووت خو له څه وخته راهیسې یې د بیاپیل غوښتنه کوي.

په پېکېنګ کې د راروانې اونۍ خبرې به د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اېل له مړینې وروسته لومړی ځل خبرې وي.