د سوریې دولتي ځواکونو پر حمص ښار بیا حملې پیل کړې

راپورونه وايي چې د سوریې دولتي ځواکونو د مخالفینو پر مهم ښار حمص حملې بیاپیل کړې دي. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن پرون په واشنګټن کې له خپل ترک سیال احمد داود اوغلو سره تر کتنې وروسته یوځل بیا پر ولسمشر بشارالاسد غږ وکړ، چې له واکه لاس واخلي:

″متحدو ایالاتو او ترکیې یوځل بیا پر رژیم غږ وکړ، چې د عرب لیګ او نړیوالې ټولنې وروستیو هڅو ته غاړه کېږدي، وژنې بندې کړي، د استوګنې له سیمو پوځي ځواکونه وباسي، خبریالانو او څارونکو ته اجازه ورکړي، سیاسي بندیان خوشې او له مخالفینو سره د درناوي پر بنسټ، په اخلاص سره د جدي خبرو له لارې د قدرت د انتقال بهیر پیل کړي.″

په همدې حال کې د ملګروملتونو سرچینې وايي، د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ته چې روسیې او چین ویتو کړ ورته، یو نوی پرېکړه لیک اوس مهال په عمومي اسمبله کې برابر شوی او تمه ده، چې د روانې اونۍ په پای کې به رایې پرې واخیستل شي.

نوی پرېکړه لیک هم د مخکیني په څېر د عرب لیګ د هغې غوښتنې ملاتړ کوي، چې وايي، ولسمشر بشاراسد دې له واکه لاس واخلي.