په برتانیا کې یو افراطي دیني عالم په ضمانت له بنده خوشې شو

په برتانیه کې یو افراطي دیني عالم چې ویل کېږي د القاعده شبکې له وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره یې اړیکي لرل پرون په ضمانت له بنده خوشې شو.

د جنوري په اولسمه د برتانیا د کډوالو د کمیسیون د فیصلې له مخکې محکمې تېره اونۍ حکم وکړ، چې نوموړی دې په ضمانت خوشې شي، خو د دې حکم له مخې ابوقتاده باید په ورځ کې ۲۲ ساعته په کور کې وي، انټرنېټ او موبایل ټلفون به نه کاروي، وعظ به نه کوي او اجازه نه لري، چې مقتدیانو ته جمع ورکړي.

یوپنځوس کلن ابو قتاده چې د اردن له فلسطینیانو څخه دی، په ۲۰۰۲ کال کې د برتانیا د تروریزم د قانون له مخې ونیول شو، خو وروسته بیا څو ځلې بندي او خوشې شو.

دی که څه هم تراوسه په هېڅ جرم نه دی تورن، خو په اروپا کې د بن لادن د ښي لاس همکار لقب ورکړل شوی او برتانوي چارواکي هم وايي، چې ابوقتاده دې هېواد ته امنیتي ګواښ رامنځ ته کړی.