″له امریکا سره د طالبانو خبرې د ډېرو طالبانو مورال مات کړی″

نیوز ویک مجلې د سولې د خبرو اترو له امله د طالبانو په صفونو کې د درز په اړه یوه مقاله خپره کړې، چې په کې د دغې بهیر په باب د یو شمېر طالب وسله والو او د هغوی د قومندانانو نظر اخستل شوی دی.

نیوز ویک د احمد جمال خبرې راخستې چې له شل کلنۍ راهیسې د طالبانو مشر ملا عمر ته وفادار وو او د تیر کال تر وروستیو يې د افغان او بهرنیو ځواکونو خلاف جګړه کوله.

احمد جمال وايي، په لومړي سر کې يې چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو په اړه واوریدل نو دا ورته د هغه په وینا د دښمن پروپاګند ښکارېده.

نوموړي وايي، کله چې ورته دا یقیني شوه، چې په ریښتیا هم طالبان له امریکانو سره مخامخ خبرې کوي نو، د جهاد په اړه چې ما څه ډول باور درلود هغه مې له لاسه ورکړ.

جمال وايي، بالاخره یوه شپه يې خپل کشر ورو ۲۵ کلن احمد بلال ته چې له څلورو کلونو راپدیخوا د طالبانو په لیکو کې جګړه کوي، وویل، د دې لپاره چې یو شمېر طالب مشران له حامد کرزي سره په واک کې شریک شي، نه غواړم چې ځامن مې یتیمان او میرمن مې کونډه کړم.

نوموړي په هم هغه شپه خپله وسله وسپارله اوپه پاکستان کې میشتې خپلې کورنې ته ستون شو.

وفاداره وسله وال زړه نا زړه دي:

د نیوز ویک په ویناد سولې د خبرو اترو له امله د احمد جمال په شان طالبانو ته زیات شمیر نور وفادار وسله وال هم زړه نا زړه دي او مورال يې مات شوې دی.

که څه هم چې د طالبانو په صفونو کې د لوي درز په اړه راپورونه نشته خو د نیوز ویک مجلې په وینا یوشمیر طالب مشران په دې اړه اندیښمن دي.

دغه راز د طالبانو پخواني قومندانان نه شي کولی، چې خپلو وسله والو ته ووايي، چې په قطر کې په دقیقه توګه څه روان دي.

د نیوز ویک په دې مقاله کې راغلي:

په تیرو دوو کلونو کې نړیوالو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د فعالیت اصلي سیمې په کلکه ځپلي، اوس زیات شمیر طالبان دا ویره لري، چې له دومره سختیو او قربانیو وروسته طالب مشران د هغوی د خرڅولو په پروسه کې دي.

د احمد جمال ورو احمد بلال چې کابل ته نزدې په میدان وردګو کې وسله وال فعالیت کوي وايي، د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو راپورونو هغه ته صدمه رسولې.

هغه ویلي، باور نه کوي، چې ملا عمرد طالبانو وینې وپلوري.

ما په دې خاطر جګړه نه ده پریښې، چې ګواکي طالبان کمزوري شوي، بلکه هغوی کولی شي، هر وخت امنیتي ستونزې رامنځته کړي.

احمد جمال

د طالبانو یوه استخباراتي مقام نیوز ویک مجلې ته ویلي، د روان بهیر په اړه ټول د ملا عمر اعلاميې ته منتظر دي، څومره چې ژر کیدای شي باید هغه طالب وسله والو ته په دې اړه څه ووايي.

سره له دې چې ښايي په جګړه کې د ښکیلو طالبانو زیات شمېر به د سولې د خبرو اترو پلوي نه کوي، خو پخواني جنګیالي او یو شمېر طالب مشران د سولې په خبرو اترو باور لري.

رحمت الله چې په ۲۰۰۷ م کال کې نیول شوی و، وايي، د اسلام له نظره له دښمن سره خبرې کومه ستونزه نه لري، هغه وايي، پیغمبر (ص) له خپلو دښمنانو سره هم خبرې کولې او هم يې ورسره تجارت کاوه.

احمد جمال نیوز ویک ته ویلي، ما په دې خاطر جګړه نه ده پریښې، چې ګواکي طالبان کمزوري شوي، بلکه هغوی کولی شي، هر وخت امنیتي ستونزې رامنځته کړي.

په جنوبي ولایتونو کې طالبان په شاه تمبول شوي:

نیوز ویک ته د طالبانو د لوژیستیکي چارو یوه قومندان چې د خبرو اترو پلوي کوي ویلي: په جنوبي ولایتونو کې طالبان په شاه تمبول شوي او په شمال او ختیځ کې چې کوم طالبان فعال دي، هغوی د خبرو اترو ملاتړ کوي.

هغه ویلي، طالبان په هلمند او کندز ولایتونو کې یو متر ځای هم نشي ساتلې، د سرک غاړې د ماینونو او ځان وژونکو بریدونو سره سره بیا هم دوی د بیارغونې او پرمختګ مخه نه شي نیولی.

دغه طالب قومندان وايي، اوس وخت رسیدلی چې ملا عمر په دې قانع کړای شي، چې له دې نه مخکې چې هر څه له لاسه ورکړو باید خپل دریځ نرم کړي.

خو د مقالي د لیکونکي په وینا دا ضمانت نشته، چې د ملا عمر په مستقیم امر سره به د هغه قومندانان او وسله وال اور بند ته چمتو شي.

د طالبانو استخباراتي مسولان وايي، ملا عمر به ښايي د خپلو وسله والو پوښتني ځواب نه شي کړای ځکه زیات شمېر طالبان د جګړې او خپلې اډیالوژۍ معتاد شوي دي.

خو رحمت الله چې د طالبانو پخوانۍ جنګیالۍ دی، نیوز ویک ته ویلي، طالبان باید بدل شي او جوړجاړي ته غاړه کیږدي.

د نوموړي په وینا په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان خلکو پوهنه ترلاسه کړه، تکنالوژي يې ولیده او د پرمختګ شاهد وو، هغه وايي، خلک اوس بدل شوي دي.