پیلي: په سوریه کې لاهم بې رحمانه ځپنه دوام لري

د ملګروملتو د بشري حقونو کميسون د سوريې له لوري د مخالفانو د ځپلو او وژلو په اړه د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته په ټکان ورکوونکي راپور کې وويل، د سرغړونو اندازه په تېرو يوولس مياشتو کې د بشار اسد د رژيم له لوري د انسانيت پرضد د شويو جنايتونو اندازه ښيي.

د ملګروملتو د بشري حقونو د کميسون مشرې ناوې پيلي د عمومي اسمبلۍ خاصې غونډې ته پرون وويل، چې دې له باوري سرچينو شواهد ترلاسه کړي، چې سوري ځواکونه د حمص د مرکزي ښار پر ملکي سيمو حملې کوي.

″زه په دې جدي سرغړونو په قار شوې يم. په دې سخته پريشانه يم چې د خلکو بې رحمانه ځپنه دوام لري او په قصدي ډول فرقوي شخړو ته لمن وهل به ممکن سوريه په کورنۍ جګړه کې ښکېله کړي.″

پيلي وويل، داسي ښکاري چې د روانې فبرورۍ په څلورمه نېټه د ملګروملتو امنيت شورا ته د سوريې په اړه د پرېکړه ليک مسودې ته د روسيې او چين منفي يا ويټو رايې د اسد رژيم لا زړه ور کړي چې په حمص کې ډله ييزې وژنې وکړي.