اذربایجان د ایران له خوا ورباندې لګول شوی تور رد کړ

اذربايجان پرون د ايران دا تور رد کړ، چې ګنې باکو له اسراييلي جاسوسي ادارو سره همکاري کوي او له هغو قاتلانو سره مرسته کوي، چې د ايران اټمي ساينسپوه يې وواژه.

د اذربايجان د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د اذربايجان سفارت ته ورکړای شوي اعتراضيه يادښت تهمت وباله او رد يې کړ.

د اذربايجان سفارت ته په ورکړای شوي يادښت کې غوښتنه شوې چې د اذربايجان حکومت دې په خپله خاوره کې د اسراييلو استخباراتي اداره موساد له ايراني ضد فعاليتونو راوګرځوي.