د افغانستان ولسي جرګه ۲ وزیران استیضاح او ۱۴ نور استجواوي

د افغانستان ولسي جرګې نن پریکړه وکړه چې د راتلونکې شنبې په ورځ د مالیې او کورنیو چارو وزیران عمرزاخیوال او بسم الله محمدي استیضاح کړي.

ولسي جرګه وايي، د کورنیو چارو وزیر په کاپیسا ولایت کې د وروستیو ملکي تلفاتو او له اړتیا پرته د محلي پولیسو د رامنځ ته کولو او د مالیې وزیر د تیر لمریز کال په بودیجې کې د قانون پر خلاف د لاسوهنې له امله استیضاح کوي.

تراوسه دغو دوو وزیرانو د ولسي جرګې ددې پریکړې په اړه څه نه دي ویلي.

ولسي جرګې د هغو څوارلسو وزیرانو او سرپرست وزیرانو د استجوابولو پریکړه هم کړې چې خپله کلنۍ بودیجه یې له څلویښتو فیصدو کمه لګولي وي.