د یونان پارلمان د هغې مهمې رایې اخیستنې دمخه په دې اړه چې له اروپا څخه د ۱۳۰ میلیارډ ایرو اقتصادي مرستو لپاره وړاندې شوي شرایط ومني او که نه؟ بحث پیل کړ.
د یونان صدراعظم لوکاس پاپادیموس خبرداری ورکړ چې که دغه لایحه تصویب نشي، هیواد به د خپلو لګښتونو په تامین کې پاتې راشي او له یوه سترمصیبت سره به مخا مخ شي.
ویل کیږي چی د دې ډیراحتمال دی چې په پارلمان کې واکمن ایتلاف به وکولای شي چې د دغې لایحې د تصویب لپاره کافی ملاتړ ترلاسه کړي.
یونان چې پرله پسې پنځم کال له اقتصادي رکود سره مخ دی، دغو اقتصادي سختو اقداماتوهم په هیواد کې د خلکونارضایتي ډیره کړې او هغوی یې دې ته اړ کړي چې واټونو ته راووځی او په وړاندې یې اعتراض څرګند کړي.
د یونان پولیسو پرون د هغو زرګونو مظاهره چیانو د خورولو لپاره چې د پارلمان مخې ته راټول شوي و، له اوښکې بهونکي ګاز څخه کارواخیست.
پولیسو وویل چې شاوخوا ۲۵ زره مظاهره چیان د پارلمان د ودانۍ مخې ته راټول شوي و.