خامنه يي: ځیني کسان هڅه کوي د حماس ډله کمزورې کړي

د ایران ستر مذهبي مشر ایات اله علي خامنه یي د یکشنبې په ورځ د فلسطین حماس ډلې ته د اسرایلو پر وړاندې جګړه کې د هرډول روغې جوړې په وړاندې خبرداری ورکړ.

د هغه د لیډیر leader.ir انټرنټ پاڼې له مخې خامنه یي ویلي، د مقاومت په دغه سازمان کې باید د هغو کسانو د نفوذ په وړاندې چې روغه جوړه غواړي، له احتیاطه کار واخیستل شي ځکه د ده په وینا دغه کسان په تدریجي ډول دا سازمان کمزوری کوي.

خامنه یي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په غزې کې د حماس د حکومت صدراعظم اسمعیل حنیه له ایران څخه کتنه کوي.

د حماس ډلې مشر خالد مشعل د روانې میاشتې په سرکې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره یوه موافقه لاسلیک کړه، چې له مخې یې عباس د موقت حکومت د مشر په توګه غوره شوی. دغه حکومت به د روان کال په پای کې د انتخاباتو لپاره تیاری نیسي.

اسرایل حماس یوه تروریستي ډله بولي خو ایران یې ملاتړکوي او ورته وسلې ورکوي.