صالح: کرزى او طالبان د سولې روانو هڅو کې صادق دي

په بغلان کې د طالبانو يوه ډله

د افغانستان په لوېديځ زون کې د عالمانو د شورا رئيس مولوي خدايداد صالح وايي له طالبانو سره د سولې روانه پروسه په بريالۍ توګه پرمخ روانه ده، چې هم ولسمشر کرزى او هم د طالبانو لورى ورته صادق دي.

ښاغلى صالح هم له وسلوالو طالبانو سره د سولې په روانه پروسه کې ونډه لري او له ولسمشر کرزي سره يې په کتنه کې د سولې پر روانو هلو ځلو ټينګار کړى دى.

په هرات کې يې له شرف الدين ستانکزي سره د مرکې په پيل کې د سولې پر روانو هڅو د خپل باور په باب خبرې کړې دي

Your browser doesn’t support HTML5

له مولوي خدايدا صالح سره مرکه