الظواهري: د نړۍ مسلمانان دې د سوریې د حکومت د مخالفانو ملاتړ وکړي

د القاعده د ډلې مشر ایمن الظواهري په عربي او نوره نړۍ کې پر مسلمانانو غږ کړی، چې په سوریه کې د حکومت د هغو مخالفو ملاتړ وکړي، چې د بشار الاسد د ریژیم د نسکورولو هڅه کوي.

په هغه اته دقیقه يي ویډیو کې چې په یوه ویب پاڼه کې خپره شوې ده، الظواهري په ترکیې، عراق، لیبنان او اردون کې مسلمانان هڅولي، چې د سوریې د حکومت د مخالفو وسله والو مرستې ته دې ور ودانګي.

په مصر کې زیږیدلي الظواهري، د سوریې له خلکو غوښتي، چې د بشارالاسد د ریژیم پر ضد پاڅونونو کې دې پر لودیځ اتکا نه کوي.

نوموړي د بشارالاسد په مشرۍ حکومت یو تباه کوونکی او سرطاني حکومت بللی دی.

ایمن الظواهري د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته دا مهال د القاعده ډلې مشري کوي.