عربي ټولنه نن په قاهره کې د سوریې په اړه غونډه کوي

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په قاهره کې غونډه کوي او په سوریه کې د تاوتریخوالي د ختمولو پر لارو چارو غږیږي.

د عربي ټولنې استازي په داسې حال کې غونډه کوي، چې په سوریه کې ناکرارۍ په زیاتیدو دي او د جمعې په ورځ ګاونډي هیواد لبنان ته هم پراخې شوې.

پرون د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې وسله والو کسانو په دمشق کې د عیسي الخاولي په نوم د پوځ یو برید جنرال وژلی دی.

دا له هغې وروسته چې په تیر مارچ کې په سوریه کې ناکرارۍ پیل شوي، لومړنی لوړ پوړی پوځي جنرال دی چې وژل کېږي.

د جمعې په ورځ د حلب په ښار کې په دوو چاودنو کې ۲۸ کسان ووژل شول او ۲۳۵ نور ټپیان شول.