په تخار کې دوه ماشومان د سړې هوا له امله مړه شوي

په تخار ولایت کې چارواکي وایی چې د ډیرې واورې د وریدو او د سړښت له امله اوه تنه ماشومان مړه شویدي.

د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ د امنیې قومندان محمد رضا سراسنګی آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا ماشومان د دې ولسوالۍ په څلورو لرو پرتو کلیوکې مړه شویدي.

په عین حال کې د بدخشان او تخار ولایتونو سیمه ایز چارواکي وایی چې د لارو د بندیدو له امله په دې ولایتونوکې د خوراکي اوسون موادو بیې دوه یا درې برابره لوړې شویدي.

له مزار شریف څخه هم په خبرونو کې ویل شوي چې تیره شپه د ډیرې واورې له امله یو کور نړیدلی چې د یوې کورنۍ دوه غړي پکې مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.