په مزار شریف کې یو کور د واورو له امله ونړېد

د مزار شریف ښارته څیرمه په بادام باغ سیمه کې تیره شپه د ډیرې واورې له امله یو کور نړیدلی، چې دوه تنه په کې مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په مزار شریف کې د شپږمې امنیتي حوزې مسوولانو آزادي راډیوته وویل، چې وژل شوي زوی او پلار دي او ټپیان هم د همدې کورنۍ غړي دي.

د سیمې یوه قومي مشر حاجي نادر وویل، چې دا کورنۍ څه موده مخکې د کندز ولایت له امام صاحب ولسوالۍ څخه راغلي وو او په دې سیمه کې په زوړ کرایي کور کې اوسیدل.

په عین حال کې د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوولان وایی چې له ډیرې واورې سره سره لا تراوسه دا لویه لاره نه ده بنده شوې.

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوول محمد رجب آزادي راډیو ته وویل چې په سالنګ کې کابو اویا سانتې واوره وریدلې ستونزې ډیرې دي خو د موټرو تګ راتګ دوام لري.

په عین حال کې د تیرې،سټو کنډو او ماهیپرڅخه هم راپورونه وایی چې دا کوتلونه د ټرافیکوپرمخ پرانستي دي خو ویل شوي چې ډیرې ترافیکې پیښې شویدي.