نعمت الله غفاري د ولسي جرګې دویم مرستیال شو

د ولسې جرګې غړي له څو ځلو انتخاباتو وروسته وتوانیدل نعمت الله غفاري د دې جرګې د دوهم مرستیال په توګه انتخاب کړي.

د ولسې جرګې یو سل او شپږ ویشت تنو حاضرو غړو نن سهار د دې جرګې د غونډې په لومړي سرکې علني رایه ورکړه چې یوازې څلورو وکیلانو مخالفې اوپاتې نورو ټولو یې موافقې رایې ورکړي.

په دې توګه له څو ځلو انتخاباتو وروسته د ولسې جرګې د اداري پلاوي غړي پشپړ شول او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې ولسمشردې جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره اوه تنه کاندید وزیران هم معرفي کړي.