د سرپل بازار چې د والي پرضد د خلکو د مظاهرو له کبله له یوې اونۍ راهیسې بند شوی و، پرون بېرته پرانیستل شو.
په سرپل کې د تېرې اونۍ د یکشنبې له ورځې بازار او لارې تړل شوې وې.
د مشرانو جرګې د پلاوي مشر رفیع الله حیدري ازادۍ راډیو ته وویل، چې د قومي مشرانو په مرسته یې اعتراض کوونکو ته قناعت ورکړ، چې د بازار او لارو بندون د خلکو ستونزې زیاتوي.
خو ده په عین حال کې خبرداری ورکړ، چې که ولسمشر د خلکو د غوښتنو په اړه ژر پرېکړه ونه کړه ستونزې به نورې هم زیاتې شي:
د اعتراض کوونکو یوه استازي حسین بلوڅ وویل، چې دوی ته د مشرانو جرګې پلاوي ژمنه ورکړې چې والي به بدلېږي.