افغان ځواکونه د امنيتي مسووليت اخيستو ته تيار دي؟

يو افغان پوليس

درنو اورېدونکو اسلام علیکم،
زه عصمت څاروان او قادر حبیب مو په دې پروګرام کې هرکلی کوو.
نن په دې خبرې کوو، چې ایا د افغانستان امنیتي ځواکونو د ټولو امنیتي مسوولیتونو له ورسپارل کېدو وروسته د هیواد او نظام دفاع کولی شي.

تر ټاکلي وخت یو کال دمخه افغان امنیتي ځواکونو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو د سپارلو په اړه د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا له څرګندونو وروسته د فرانسې دفاع وزیر او د ناټو ځینو نورو چارواکو هم ورته خبرې وکړې.

که څه هم وروسته ځینو نورو لوېدیځو چارواکو دا مسله بل ډول وانګېرله خو یوه مسله کې ټول یوه خوله دي او هغه دا چې راتلونکی کال یا نهایتاً بل کال باید افغانان د خپل هیواد د ټولو چارو مسوولیتونه په غاړه واخلي.

له دې سره په یووخت داسي بحثونه هم کېږي چې افغانستان څلور لکو یا درې نیم لکو اردو او پولیسو ته اړتیا نه لري او دوه نیم لکه کسیز ځواک ورته کافي دی.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د ورځنیو عملیاتو امریکايي قومندان جنرال کورټیس کپروتي تېره اوونۍ وویل د ملي اردو یوازې ۲۹ ټولي او د ملي پولیسو صرف ۷ ټولي، چې د افغانستاند ټولو امنیتي ځواکونو یو فیصد تشکیلوي، په مستقل ډول عملیات ترسره کولی شي.

زموږ مېلمانه :

د ولسي جرګې د دفاعي چارو او مځکني بشپړتیا د کمیسون مشره شکریه بارکزۍ

د پوځي چارو کارپوه تورنجنرال حی ګل سلیمانخېل

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي

Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې- دويمه برخه



Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې لومړۍ برخه