په سوریه کې وسله والو یو پوځي جنرال وواژه

د سوریې دولتي تلویزون ویلي، چې وسله والو کسانو نن په دمشق کې د پوځ یو جنرال وژلی دی.

راپورونه وايي، د تیر کال د مارچ د میاشتې راهېسې چې په سوریه کې د بشار الاسد د ریژیم خلاف پاڅونونه پیل شوی دي دا لومړنی لوړ پوړي پوځي جنرال دی چې وژل کېږي.

په عین حال کې د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون د جمعې په ورځ د سوریې په حلب ښار کې د موټربم چاودنې وغندلې. دې چاودنو اته ویشت تنه ووژل او شاوخوا دوه سوه پنځه دیرش نور یې ټپیان کړل.

بان کي مون له هغو کورنیو سره چې خپل خپلوان او دوستان یې یا وژل شوي یا ټپیان شوي دي غمرازي څرګنده کړه. ده همداراز په سوریې کې د پراخ سوله ییز حل لارې غوښتنه وکړه څو په دغه هیواد کې نوره د شخړو مخه ونیول شي.

په سوریې کې د تیرمیلادي کال د مارچ له میاشتې راهیسې شخړې روانې دي.