د یونان حکومت د سپما د لایحې مسوده پارلمان ته وسپارله

د یو نان حکومت د جمعې په ورځ ناوخته د سپما د هغې لایحه مسوده چمتو او پارلمان ته وسپارله چې د یوسلو دېرشو میلیارده ایرو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره ده.

پرون د یونان کابینې بیړنۍ غونډه وکړه، څو د دې هیواد پارلمان وکولای شي، د فیبروري د ۱۲ نیټې تر ضرب الاجل پورې دا لایحه تصویب کړي.

دا نیټه د اروپايي پور ورکونکیو له خوا ورته د د پور ورکولو د تړون د یوې برخې په توګه ټاکل شوې ده.

د یونان صدراعظم ″لوکاس پاپا ډیموس″ ویلي، چې یونان به ټولې هڅې وکړي، څو د سپما دا لایحه تصویب شي او له دیوالي کیدو وژغورل شي.

که چیرې یونان ونه توانیږي، په څو اونیو کې له اروپايي ټولنې، د پیسو له نړیوال صندوق او د اروپا د مرکزي بانک څخه د پور د ترلاسه کولو شرایط پوره کړي؛ نو پړه به یې په خپله غاړه وي.