د ګرجستان ولسمشر سبا کابل ته راځي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ټاکل شوې سبا د ګرجستان ولسمشر کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو ازادي راؤیو ته ویلي، چې د ګرجستان ولسمشر به په کابل کې له افغان مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا خبرې وکړي.

دغه سرچینې همدا راز ویلي، چې د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته رارسیدلی او نن ماښام به له خپل افغان سیال سره د همکاری تړون لاس لیک کړي.

ګرجستان دمګړۍ په افغانستان کی د ناټو په چوکاټ کې څه باندې نهه سوه سرتیري لري.