ولسمشر کرزي: عالمان او قومي مشران دې په واکسین کې مرسته وکړي

افغان ولسمشر له دیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتي دي، چې د پولیو د واکسین په تطبیق کې دې مرسته وکړي، څو افغان بچیان د ګوزڼ له دې ناروغۍ خوندي شي.

ولسمشر کرزي په خپلې راډیویي وینا کې پرون له پلرونو او میندو هیله وکړه، چې خپل ماشومان واکسین ته یوسي او که چیرته د دوی په سیمه کې د واکسین مرحلې پای ته رسیدلې وي، هغوی دې نژدې روغتونونو ته ورولي.

تیر کال په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پنځه ویشت پیښې ثبت شوې وې، خو روان کال دا ناروغي زیاته شوې ده او په اتلسو ولایتونو کې د اتیا پیښو پخلی شوی دی.