په سوریې کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده

د سوریې په شمالي ښار الیپو کې د څو چاودنو د رامنځ ته کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

دولتي رسنیو ویلي، چې په دې ښار کې د جمعې په ورځ دوو چاودونو مرګ ژوبله اړولې، چې په قربانیانو کې یې امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

د حکومت مخالفو سیاسي فعالانو ویلي، چې د الیپو په ښار کې درې چاودنې شوي دي، چې ددوو هدفونه یې د امنیتي ځواکونو مرکزونه وو.

دا ښار له هغې را وروسته چې د بشارالاسد د ریژیم خلاف مظاهرې پیل شوی نسبتا ارامه ښار و.