د تړون له مخې به د “امریکن اماتور کمېټه” سر له نن څخه تر درې کلونو پوري د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې او افغان ورزشکارانو فعالیتونه، په مسلکي توګه مطالعه او په هېواد کې به د ورزش له معیاري کولو سره مرستې وکړي.
دافغانستان د المپیک د ملي کمیټې ريیس محمدظاهر اغبر د تړون د لاسلیک کېدو پرمهال وویل، د تړون له مخې به د یادې کمیټې روزونکي د افغان ورزشکارانو جسمي او فکري ځواک هم مطالعه او د نیمګړتیاو لیرې کولو ته به ځانګړې پروګرامونه ترتیب کړي:
″نن د دوو ورزشی ادارو ترمنځ د یو تړون د لاسلیک کېدو شاهدان یو،
دوی له یوې اوونۍ راهیسې زموږ میلمانه دي، دوی په دې موده کې زموږ د ورزشکارانو جسمي او فکري توانایي مطالعه کړه، یولړ نظري او عملي لارښوونې یې ورته وکړي، دوی به د دې مطالعې له مخې، رغنده پروګرامونه ترتیب او له موږ سره به یې شریک کړي.″
د المپیک د ملي کمیټې مسوولینو وویل، دوی په افغانستان کې د امریکا د سفارت او ناټو ځواکونو ترمنځ له یو لړ خبرو وروسته، پرېکړه وشوه، چې د امریکا د ″امریکن اماتور″ د کمېټې یو پلاوي دې کابل ته راشي او د کابل او ولایتونو د مختلفو فدراسیونونو فعالان او چارې دې له نږدې وویني او د دوی د فعالیتونو پراختیا او معیاري کولو ته دې مسلکي پروګرامونه ترتیب کړي.
د تړون د لاسلیک کیدو پرمهال، د امریکن اماتور د کمیټې پر ريیس ښاغلي
″جیمز براکر″ سربیره، په افغانستان کې د امریکا د سفارت استازې او
د ایساف د ځواکونو یوجنرال (پیتمین) هم حاضر وو.
د امریکا د سفارت استازې میرمن ″ایلن کارنر″ وویل، غواړي په افغانستان کې د ورزش پر مټ دافغانستان ځوان کهول رغنده سوج او رغنده فعالیت وکړای شي.
دې وویل:
″د افغانستان او امریکا د ورزشکارانو ترمنځ د فعالیتونو او همکاریو د تبادلې لړۍ مو له وخته پیل کړې ده.
په پام کې ده، چې افغان ورزشکاران امریکا ته هم ولاړ او هلته یولړ مسابقې ترسره کړي.
موږ ژمن یو، چې افغانانو ته سپورتي تجهیزات او زمینې برابرې کړو.
ورزش کولی شي، د افغانانو ترمنځ یووالی ټینګ کړي.″
پردې سربیره په افغاانستان کې د ایساف ځواکونو جنرال وویل، غواړي د ورزش فعالیتونه پرکابل سربیره په نورو ولایتونو کې هم پیل کړي.
په افغانستان کې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې ورزش د ودې او پراختیا په حال کې دی.
افغان ورزشکارانو په لږه موده کې وکړای شول له یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسابقو څخه ښې لاسته راوړنې ولري، ښه مثالونه یې د فوټبال او کرکټ په مسابقو کې بریاوې دي.
افغان ورزشکاران وایي، که لازمې زمینې ورته برابرې شي، دا توان لري، چې د نړۍ په ډېرو مسابقو کې برخه واخلي او د پام وړبریاوې خپلې کړي.
راپور: خان محمد سیند
د ″امریکن اماتور″ کمېټه افغان ورزشکارانو ته مسلکي روزنه ورکوي
د امرېکن اماتور د کمېټه مشر جمېز براکر او د افغانستان د المپیک د کمېټه مشر جنرال ظاهر اغبر