بریتانیا: ۹ تنه د یوې چاودنې د پلان د جوړولو په تور په حبس محکوم شول

په برتانیا کې یوې محکمې پرون نهه کسان د تروریستانو د روزنې د یوه کمپ او د لندن د اسهامو د تبادلې په بازار کې د چاودنو د پلان د جوړولو په تور په حبس محکوم کړل.

تورن چې تېره اونۍ یې خپل جرم منلی و، نهه واړه پاکستانیان او بنګلدېشیان دي خو د برتانیې تابعیتونه لري.

په دوی کې څلورو کسانو اعتراف کړی دی چې غوښتل یې د لندن د اسهامو په بازار کې یو بم کېږدي او دوو نورو یې تر دې کم جرمونه منلي دي. محکمې دې تورنو ته له پنځو تر شپاړسو کلونو پورې د حبس سزاګانې واورولې.

دریو نورو تورنو ته، چې په پاکستان کې د تروریستانو د روزنې د یوه کمپ د جوړولو په پلان یې اعتراف کړی د حبس دقیقه موده ونه ټاکل شوه خو لږترلږه اته کاله به په بندیخانه کې تېروي.

دا کسان ټول د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر میاشت کې نیول شوي وو.