په داسې حال کې چې د سوریې په حمص ښار کې د دولتي ځواکونو پراخ پوځي عملیات روان دي، د حکومت مخالف فعالان وايي، چې پرون هلته لسګونه کسان وژل شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، دولتي ځواکونو پرون سهار وختي پر حمص ښار، چې شاوخوا یو میلیون وګړي لري، د توغندیو او هاوانونو ډزې وکړې.
نژدې یوکال مخکې په سوریه کې د بشاراسد د رژیم پرضد د پاڅون له پیل راهیسې حمص ښار د مقاومت اصلي مرکز دی.
فعالان وايي، چې د فبرورۍ په څلورمه پر حمص ښار د دولتي ځواکونو له یرغل وروسته تراوسه پورې لږترلږه څلورسوه کسان وژل شوي.
د تلفاتو ورکړل شوې شمېرې نشي ځکه تاییدېدلای چې حکومت سوریې ته د بهرنیو خبریالانو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې ناوې پېلي د چارشنبې په ورځ په سوریه کې د ملکي وګړو د وژنې د مخنیوي لپاره د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه.