په امریکا کې دېره د بشري حقونو څارونکې ډلې یا هیومن رايټس واچ د عراق پر چارواکو د روان میلادي کال له پیله تراوسه پورې د لږترلږه ۶۵ اعدامونو په خاطر انتقاد وکړ.
د بشري حقونو څارونکې ډلې په یوه اعلامیه کې، چې پرون یې خپره کړه، وویل، د عراق عدلي سیستم نیمګړتیاوې لري او له مشکوکو کسانو عموماً په زور اعتراف اخیستل کېږي.
دې ډلې د عراق له حکومته په کلکه وغوښتل، چې فوراً د ټولو اعدام شویو کسانو د اعدام علت څرګند کړي.
پرون څوارلس عراقیان، چې اکثره د القاعده په غړیتوب تورن ول، اعدام شول.
یوه عراقي چارواکي د بشري حقونو څارونکې ډلې ته ویلي، چې په راتلونکو ورځو او اوونیو کې به نور کسان هم اعدام کړي.
د ملګروملتو په وینا له ۲۰۰۴ څخه تراوسه پورې په عراق کې تر دوولس سوه زیات عراقیان اعدام شوي دي.