په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګه وایي، چې له پاکستان سره یې نه د خوراکي توکو په انتقال کې خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې او د بلې لارې په لټه کې دي. دغه اداره وایي، چې له بیوزله خلکو سره د مرستو ټولې زیرمې یې خلاصې شوې دي او د پنجشبنه په ورځ یې وروستي مواد خلکو ته وویشل.
وروسته له هغې، چې له پاکستان سره خبرو کومه نتیجه ورنه کړه، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي، چې خپلې ژمنې مرستې د هوا له لارې افغانستان ته انتقال کړي.
په کابل کې د یو. ان. اېچ سي آر ویاند نادر فرهاد د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، چې د دوی سلګونه ټنه هغه مرستندویه توکي، چې د ژمې په موسم کې افغانانو ته په مرستو کې ورکول کیدل د کراچۍ په بندر کې بند دي.
ده وویل، چې په دې برخه کې شتو ستونزو ته په پام سره دوی غواړي، دا له دوبی نه د هوا له لارې افغانستان ته انتقال کړي.
″د هغو بشري موادو د انتقال لپاره چې له مخکې اخیستل شوي، خو په پاکستان کې بند دي، موږ یوه بله لار غوره کړه او هغه دا چې موږ غواړو په دوبی کې د خپل مرکزي دفتر له لارې دا مواد کابل ته راوړو او موږ ډیرې نورې لارې هم لرو او په عین حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو چارواکي له پاکستان سره د دغو موادو د خوشې کولو په هکله خبرې کوي، موږ هیله مند یو چې دا خبرې هم ښه پایله ولري.″
دغې ادارې دا پریکړه پداسې حال کې کړې چې د خوراکي توکو ټولې زیرمې یې خلاصې شوي او د دوی په وینا وروستي مواد یې د پنجشنبه په ورځ خلکو ته وویشل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګه په داسې حال کې له پاکستان نه د خوراکي توکو د انتقال له ستونزې سره مخ ده چې سږکال په افغانستان کې خلک د ډیرې سړې هوا له امله له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې یو شمیر هغه دولتي ادارې چې په ژمي کې له بیوزله او اړو کسانو سره د موادو په رسولو کې مرسته کوي وايي چې دوی د خوراکي توکو زیرمې نلري.
له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مشر ډاکټر دایم کاکړ وايي چې دوی یواځې د نړیوالو ادارو مرستې خلکو ته رسوي.
″زه نه پوهیږم چې دوی ولې دا خبره کړې، چې د دوی ذخیرې خلاصې شوې دي، حتماً یې په یو وخت کې یوې برخې ته ډیر زیات شیان ورکړې، نور هره اداره حتې د درې میاشتو لپاره خپلې ذخیرې ساتي او باید دا ذخیرې وي که چېرې د وارو او یا برف کوچ په حساب کومه خبره کیږي نو له دغو ذخایرو نه دوی استفاده کوي.″
ډیره هڅه مو وکړه چې د خوراکي موادو د نړیوال سازمان نه هم د اوسني وضیعت په هکله وپوښتو خو بریالي نه شوو.
سږکال د افغانانو لپاره یو له هغو ډیرو سړو کلونو څخه ګڼل کیږي چې ډیر شمیر خلک د همدې سړې هوا او یا هم تودو وسایلو ته د نه لاس رسي له امله مړه او یا هم د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د رپوټونو له مخې یواځې په بدخشان کې سږ کال شاوخوا ۷۲ تنه د سړې هوا او برفکوچونو له امله مړه شوي.