د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د یو ورځنۍ نړیوالې لوبې په درشل کې د افغانستان کرکټ بورډ دا لوبه د افغان کرکټ ټیم لپاره مهم پرمختګ بولي او تمه لري، چې په دې لوبه کې ښه وځلیږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ دا پنځوس آوریزې سیالۍ د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې ترسره کیږي.
د کرکټ بورډ رییس شهزاده مسعود له شارجې څخه پر ټلفون آزادي راډیو ته وویل، چې افغان کرکټ ټیم دې لوبې ته د تیاریو لپاره د تیرې شنبې په ورځ شارجې ته رسیدلی او هیله یې وښوده، چې د پاکستان له کرکټ ټیم سره په زړه پورې لوبه وکړي:
″زموږ د کرکټ ملي لوبډله چې همدا اوس په تمریناتو باندې بوخت ده، فوق العاده اماده ګي یې ورته نیولې ده، له دې مخکې یې هم په افغانستان کې ښه تمرینات ترسره کړي، چې په ننګرهار کې یې څو لوبې د پښتونخوا له ډلې سره وکړلې.
اماده ګي ورته فوق العاده شته، نو امیدواره یم، کومه لوبه چې سبا په شارجه کې ترسره کیږي، ښه ترسره شي.″
پاکستان په کرکټ کې اوږده سابقه لري او د دې هیواد د کرکټ ملي ټیم په ۱۹۹۲ میلادي کال کې یوځل نړیواله اتلولي هم وګټله.
یوشمېر ورزشکاران، چې په کرکټ کې ښه معلومات لري، د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم دې تجربو ته په کتو سره وایي، چې دا لوبه به د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لپاره سخته لوبه وي.
جاوید همیم هم همدې مسالې ته ګوته نیسي، خو وایي، چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم هم دې لوبې ته بشپړ تیاری نیولی او هیله ده، چې په کې ښه وځلیږي:
″پرون او وړمه ورځ په شارجه کې دوی ښه بشپړ تمرینات ترسره کړي دي، له خپلو روزونکو سره یې د بېټنګ، باولینګ او فیلډنګ ښه تمرینات کړي دي، دوی به له خیره له بشپړې تیارۍ سره د پاکستان پرضد میدان ته داخلیږي.″
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د تیرې شنبې له ورځې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په شارجې کې په هغه میدان کې، چې ټاکل شوې ده، له پاکستان سره لوبه وکړي، تمرین کوي او په دې لړکې یې د اماراتو له ټیم سره هم دوه دوستانه لوبې ترسره کړي دي.
د کرکټ بورډ د مسوولانو په خبره، افغان کرکټ ټیم څو ورځې وړاندې د شارجې مسابقې ته د تیاریو په لړکې په جلال آباد ښار کې هم د خیبر پښتونخوا له ټیم سره لوبې وکړي، چې درې واړه یې وګټلې.
د کرکټ بورډ ویاند نصرت الله وفا آزادي راډیو ته وویل، چې په شارجه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ په دې نړیوالو سیالیو کې دا اړینه ده، چې ډیر شمېرافغانان یې د نندارې لپاره ورشي او افغان کرکټ ټیم وهڅوي:
″له هغو افغانانو څخه چې په دوبۍ کې دي او یا له هغو سوداګرو څخه چې دوی کوم امکانات لري، هیله لرو، چې د خپل د ټیم د تشویق لپاره هلته لاړ شي او خپل ټیم لا تشویق کړي.″
ده څرګنده کړه، چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم تکړه لوبغاړی حمید حسن په پښې کې د ټپ له امله په دې لوبه کې برخه نه اخلي خو ویې ویل، چې د هغه ځای د نورو تکړو کرکټ کوونکو له خوا ډک شوی دی.
په افغانستان کې کرکټ یوازې اته یا نهه کاله سابقه لري، خوپه دې کمه موده کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دومره وځلیده، چې بیلابیل هیوادونه ورته ګوته په غاښ دي.
په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې کرکټ بورډ د المپیک له کمیټې څخه جلا ځانګړې اداره شوه؛ چې ځان ته دولتي بودجه لري.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په تیرو څو کلونو کې په مهمو سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې، چې یوه یې هم په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د انټرکانټیننټال په نوم نړیوالې لوبې وې، چې افغانستان په کې اتلولی وګټله.
خو له دغو ټولو لاس ته راوړنو سره سره لاهم افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دریمه درجه او د آسیایي شورا دوهمه درجه غړی دی؛ خو تمه کیږي، چې له پاکستان څخه د دې لوبې په ګټلو سره نور هم خپل نړیوال شهرت زیات او یوه ورځ د هند، پاکستان او په کرکټ کې د نورو سابقه لرونکو هیوادونو په څیر ځلانده ستوری شي.
ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ په شارجه کې لوبه وشي. د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولان وایي، چې دې لوبې ته ښه تیاری نیول شوی اوهیله ده، چې افغان کرکټ ټیم په کې ښې لاس ته راوړنې ولري.