په کاپیسا کې د وژل شویو ملکيانو د پېژندګلوۍ په اړه څېړنه کیږي

په کاپیسا کې چارواکي وایي، د هغو کسانو د پیژندګلوۍ هڅه کوي، چې د ناټو په وروستۍ هوایی بمبارۍ کې وژل شوي.

د ورکړل شویو رپورټونو له مخې دا بمباري پرون شوې، چې په کې د اتو کسانو د وژل کیدو خبره کیږي.

د سیمې ځایې اوسیدونکي او عیني شاهدان وایي، چې دا کسان ملکیان وو، چې د ګیاوې په سیمه کې یې څاروي کتل.

خو د کاپیسا د امنیۍ قومندان عبدالحمید یرګن ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا به له څیړنو وروسته څرګنده شي، چې وژل شوي کسان څوک دي.

له بل لوري بهرنیو ځواکونو بیا تراوسه پورې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.