د ایران پارلمان اروپا ته د تیلو پر درولو یا نه درولو رایې اچوي

د ایران پارلمان نن پر دې رايې ورکوي، چې ایا اروپايي ټولنې ته د نفتو صادرول، چې د دې هیواد د تیلو دویم لوی پیرودونکی دی ودروي کنه.

په دې اړه شوی وړاندیز د اروپايي ټولنې د تیرې اونۍ د رایې ورکونې په ځواب کې دی، چې د ایران څخه یې د تیلو د وارداتو په بندولو او د دې هیواد د مرکزي بانک د پانګو د کنګولو په اړه ترسره کړه.

اروپايي ټولنې دا ګام د ایران د جنجالي اټمي پروګرام له کبله اخیستی و.

د ایران څخه د تیلو پر وارداتو د اروپايي ټولنې دا بندیز د جولای تر میاشتې نه عملي کېږي، ځکه اروپا غواړي، چې تر هغې ایران یو شمېر اروپايي هیوادونو لکه یونان او ایټالیې ته هغه تیل ورسوي، چې لا د مخه یې پیسې ورکړي دي.

جرمني ایران ته خبرداری ورکړی، چې له دې کاره دې ډه ډه وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ″ګیډو ویسټر ویلې″ وویل، اروپايي ټولنه به ایران ته د دې اجازه ور نه کړي، چې د هغو تیلو له استولو ډه ډه وکړي، چې اروپا یې لا دمخه پیسې ورکړي دي.