مصر: د مشرانو جرګې لپاره د ټاکنو لومړی پړاو پیل شو

مصریانو د دې هیواد د پارلمان د مشرانو د جرګې یا مجلس شورا د ټاکلو لپاره د انتخاباتو په لومړي پړاو کې راي ورکونه پیل کړې ده.

په دې انتخاباتو کې اسلامپالي کاندیدان هیلمن دي، چې د مصر په ولسي جرګې کې له بریالیتوبونو وروسته به په دې انتخاباتو کې هم بریالیتوب ترلاسه کړي.

د مصر مجلس شورا مشورتي بڼه لري، خو دا شورا به د دې هیواد د ولسي جرګې سره په ګډه هغه هیات ټاکي، چې د مصر د نوي اساسي قانون مسوده به جوړوي.

د مصر د مجلس شورا لپاره انتخابات په دوو پړاونو کې کېږي، نن او سبا به د قاهرې او سکندریې د ښارونو په ګډون د دې هیواد په ۱۳ ولایتونو کې ترسره شي او دویم پړاو به یې د مصر په پاتې ۱۴ ولایتونو کې د فبروري د میاشتې پر ۱۴ نیټه وي.