روسیې دا ونه ویل چې د اسد د لیرې کېدو ملاتړ کوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف دا خبره ونه کړه، چې ماسکو د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د لیرې کېدو ملاتړ کوي.

لاروف نن په سوریې کې د شخړو د هواري په اړه وویل:

« د ملي روغې جوړې هره نتیجه باید د سوریې د خلکو د موافقې له مخې وي او ټولو سوریایانو ته د منلو وي.»

په ماسکو کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال لاورف دا خبره ونه کړه، چې ده د سې شنبې په ورځ په دمشق کې د خپلو خبرو پرمهال له بشارالاسد څخه غوښتې دي چې واک پریږدي.

د روسې د بهرنیو چارو وزیر د خلیج د همکارۍ د شورا د شپږو عربي هېوادو دا پریکړه وغندله، چې خپل سفیران له سوریې باسي.

ده وویل، له دې سره داسې لاره عربي ټولنې ته نه شي هواریدای چې په سوریې کې د شخړو د مخنیوي لپاره رامخکې شي.

عربي ټولنې په سوریې کې د اوربند غوښتنه کړې ده او له بشارالاسد څخه یې غوښتي دي چې واک خپل مرستیال ته وسپاري.