چارواکي وایي، د پاکستان د پوځ مشرانو نن له ناټو او افغان قومندانانو سره غونډه وکړي.
دا ناسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو د همکارۍ د پراختیا لپاره ده.
دا خبرې د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي نوې هڅه ده، د دغو دو هېوادو ترمنځ اړیکي وروسته تر دې خړ پړ شول چې د ناټو ځواکونو په نومبر کې د افغانستان پولې ته څیرمه بمباري وکړه او څلرویشت پاکستاني پوځیان یې ووژل.
د دې پیښې په اړه پاکستان د امریکا له لورې د تحقیقاتو له ترسره کولو سره مخالفت وکړ. د امریکا په تحقیقاتو کې دواړه لورې ملامته ګڼل شوې وو او پکې څرګنده شوې وه چې پاکستاني پوځیانو هم د امریکا پر ځانګړیو ځواکونو ډزې کړې وې.
اسلام اباد وایي، د پاکستان د پوځ د عملیاتو د څانګې مشر تورن جنرال اشفاق ندیم احمد په دې درې اړخیزه خبرو کې د پاکستان استازیتوب کوي.
تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر کابل ته لاړه او دې ته یې اشاره وکړه چې ژر به ښایي د ناټو د اکمالاتو پرمخ خپلې پولې بیرته پرانیزي. پاکستان د ناټو د هوایي برید تر ترسره کیدو وروسته خپلې لارې د ناټو د اکمالاتو پرمخ وتړلې.