"د پروان له زندانه تر اوسه ۱۳۰زندانیان د څرخي پله زندان ته استول شوي"

د پروان له زندان څخه د افغان حکومت زندانونو ته د افغان بندیانو د لیږد د پروسې له پیل سره جوخت د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایې، چې تر اوسه یوسل او دیرش تنه بندیان د څرخي پله زندان ته انتقال شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خانو رییس جنرال امیرمحمد جمشید د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې له پروان زندان څخه د څرخي پله زندان ته د افغان بندیانو د لیږدولو چارې تر ډیره د دفاع وزارت پورې اړوندې دي.

خو ده څرګنده کړه، چې دوې چمتو دي ترڅو په راتلونکې کې د پروان زندان د ټولو بندیانو مسوولیت ومني:

"یو شمېر بندیان د یکشنبې په ورځ او یو شمېر نور د سې شنبې په ورځ ولیږدول شول.

دا لړۍ دوام لري او د ولسمشر د هدایت له مخې ښایې دا پروسه نوره هم چټکه شي".

د پروان له زندان څخه چې د امریکایې ځواکونو تر کنټرول لاندې دی د افغان بندیانو د لیږدولو لړۍ وروسته ترهغې پیلیږي، چې ولسمشر کرزي کابو یوه نیمه میاشت مخکې په یوه جدي پریکړه کې یوه ځانګړي کمیسیون ته دنده وسپارله، چې د یوې میاشتې په موده کې د پروان زندان ټول بندیان د حکومت زندانونو ته انتقال کړي.

د دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، چې د ولسمشر کرزي د حکم له مخې د پروان له زندان څخه د افغان حکومت زندانونو ته د افغان بندیانو د لیږدولو لړۍ چټکه شوې.

ښاغلي وزیري څرګنده کړه، چې دا پروسه په روانه اونۍ کې پیل شوې او تر اوسه لسګونه تنه افغان بندیان لیږدول شوي، خو ده د انتقال شوېو بندیانو دقیقه شمیره ونه ښوده.

سره له دې چې تر دې وړاندې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون په ګډون د بشري حقونو یو شمېر سازمانانونو د پروان له زندان څخه د حکومت زندانونو ته د افغان بندیانو د انتقال له امله اندیښنه ښودلې وه خو اوس د بشري حقونو سازمان له دې اقدام څخه هرکلۍ کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د څرخي پله د زندان ترڅنګ د دې بندیانو د ساتلو لپاره ښه تدابیر نیول شوي او دوې په دې برخه کې هیڅ ډول اندیښنه نه لري.

د پروان زندان چې مخکې د بګرام د زندان په نوم یادیده یوه برخه یې اوس هم د امریکایی ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

افغان زندانونو ته د دې زندان د بندیانو د لیږد لړۍ تیرکال وروسته ترهغې په ټپه ودرول شوه، چې د افغان حکومت په زندانونو له بندیانو سره د ناسم چلند او د هغوي د شکنجه کولو په اړه راپورونه خپاره شول.

خو ولسمشر کرزي یوه میاشت مخکې وروسته له هغې، چې یو دولتي پلاوي د بګرام په زندان کې د شکنجې ځینو مواردو ته اشاره وکړه، چې د دې زندان چارې دې تر یوې میاشتې پورې افغان حکومت ته وسپارلې شي.

خو امریکایی چارواکو ویلي، چې په پروان زندان کې له بندیانو سره د نړېوالو معیارونو پراساس چلند کیږي.

د پروان زندان چې د کابو شپیته میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی، په بګرام کې د امریکایې ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه کې موقعیت لري، چې د افغانستان د بشري حقونو د سازمان په خبره څه باندې زر تنه بندیان په کې ساتل کیږي.