امریکا کې د ټاکنو د کاندید د غوراوي سیالۍ پیل شوې

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید د غوراوي لپاره په دریو ایالتونو کې سیالۍ پرون پیل شوه.

په دې سیالیو کې به، چې په کلورادو، مایناسوټا او میسوري ایالتونو کې پیل شوي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند د کاندید ولسمشر بارک اوباما سیال غوره شي.

په نیوادا کې له بریالي کمپاین وروسته، د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کاندید مېټ رومني هیله من دی چې په راروانو پړاوونو کې به خپل دریځ نورهم پیاوړی کړي.

انتخاباتي څارونکي اټکل کوي چې ښايي د رومني لوی حریف رېک سانتارُِم وي چې په آیووا کې د کمپاین په لومړي پړاو کې یې رومني ته ماتې ورکړه خو وروسته یې پته ونه لګېده.