اوباما پر ایران نوي سخت بندیزونه لاسلیک کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې پر ایران او د دغه هېواد پر مرکزي بانک نوي لا سخت بندیزونه لګوي.

اوباما ویلي، چې دا بندیزونه ضروري دي ځکه چې د ایران مرکزي بانک او نور ایراني بانکونه له هغو لورو سره خپلې معاملې پټوي چې بندیزونه پرې لګېدلي او له بلې خوا ایراني فعالان نړېوال مالي سیستم ته د نه منلو وړ خطر پېښوي.