متحده ایالاتو له سوريي نه خپل ډیپلوماټان ایستلي

د امریکا متحد ایالتونه وايي، له سوریې څخه یې خپل ټول دیپلوماتان ایستلي دي، په همدې حال کې بریتانیا په سوریه کي د تشدد د پراختیا په اړه له دمشقه خپل سفیر د سلا مشورې لپاره ورغواړي.

په دمشق کې د متحدو ایالتونو سفارت وویل، سفیر رابرټ فورډ او نور دیپلوماتان د دوشنبې په ورځ ووتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې که د بشار اسد حکومت د امریکا د سفارت د ساتنې لپاره اقدامات زیات نه کړل، سفارت به وتړي.

د فرانسې ولسمشر نیکولا سرکوزي په پاریس کې د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره له خبرو وروسته وویل، چې دواړه هېوادونه به سوریې ته شا وانړوي:

"غواړم چې د سوریې په هکله نن ماسپښین د روسیې ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف ته ټېلیفون وکړم، د انګیلا میرکل په اجازه به د دواړو هېوادونو له خوا ورسره وږغېږم.(د فرانسې صدراعظم) فرانسوا فیلون به هم په همدې موضوع صدراعظم ولادیمیر پوتین ته ټېلفون وکړي."

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې، چې روسیې او چین د ملګروملتو په امنیت شورا کې د سوریې په اړه پرېکړه لیک ویټو کړ.

له بلې خوا راپورونه وايي چې د سوریې امنیتي ځواکونو په څو ښارونو کې تازه حملې پیل کړي او یوشمېر کسان یې وژلي دي.

فعالان وايي چې د حمص په مرکزي ښار کې د سوریې د حکومتي ځواکونو په بمبارۍ کې لږترلږه اوولس تنه وژل شوي دي.