د بریتانیا یوې محکمې پرون پرېکړه وکړه، چې یو سخت دریځی واعظ، چې په اروپا کې د القاعده شبکې مخکښ فعال ګڼل کېږي، په ضمانت خوشې شي.
ابو قتاده، چې اصلي نوم یې عمر عثمان دی، تېر شپږ نیم کلونه په خپل کور کې په نظربندۍ کې تېر کړي دي.
د بریتانیا حکومت پر ابو قتاده د تروریزم د ملاتړ تور لګولی، خو تر اوسه پورې رسماً د دې تور په خاطر محاکمه شوی نه دی.
د بریتانیا حکومت غواړي، چې ابو قتاده له هېواده وباسي او خپل اصلي هېواد اردن ته یې ولېږي، چې هلته د تروریزم په تور محاکمه شي، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې تېره میاشت اردن ته د ابوقتاده د لېږلو خلاف پرېکړه وکړه، ویې ویل چې دی به هلته شکنجه شي.
قتاده به د سختو شرایطو پراساس په څو ورځو کې په ضمانت خوشی شي،خو له دې سره سره د بریتانیا حکومت وايي چې له قانوني لارو هڅو ته دوام ورکوي چې نوموړی له هیواده وباسي.