ولسي جرګه وایي، هغه وزیران او د خپلواکو ادارو مسوولین چې په تیر کال کې یې خپله څلویښت فیصده پراختیایي بودجه هم نه ده مصرف، باید استجواب شي.
د ولسي جرګې چې د مالی او بودجې د کمیسیون د معلوماتو له مخې، د دولت د پنځوس ادارو له جملې څخه یوازې کابو شل وزارتونه او خپلواک ریاستونه توانیدلي، چې په ۱۳۸۹ لمریزکال کې د دوی د پراختیایي بودجې څلویښت فیصده ولګوي.
د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګه چې په عمومي غونډه کې د دولت د ارګانونو له خوا د پراختیايي بودجې د لګولو په څرنګوالي بحثونه وشول.
په دی ورځ د یولړ بحثونو وروسته د رایو په اکثریت پرېکړه وشوه، چې هغه وزیران او د خپلواکو ادارو مسوولین، چې په ۱۳۸۹ لمریزکال کې یې، د پراختیایي بودجې څلویښت فیصده هم نه ده لګولي، باید استجواب شي.
د چرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل:
″هر بودجوي واحد چې له څلویښتو فیصدو څخه یې لاندې پراختیایي بودجه نه ده لګولې، پوښتنه دې ورڅخه وشي.
عمومي غونډې ته دې راشي او استجواب دې شي، داموضوع به د رییسانو په کمیټه کې تنظیم او جدول به ورته جوړ کړو.″
د ولسي جرګې چې د مالي او بودجې د کمیسیون د معلوماتو له مخې، د دفاع او مخابراتو وزارتونه او د جیودوزي او کارتوګرافي ریاست هغه ارګانونه دي، چې په تېرلمریز کال کې یې، ترنورو ادارو زیاته بودجه لګولې.
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، لویه څارنوالي او ولسي جرګه هغه ادارې دي، چې په تیرکال کې یې ترټولو لږه پراختیایي بودجه لګولې ده.
له بلې خوا د ولسي جرګې چې یوشمېر غړي، د دې ادارو مسوولین د شته نیمګړتیا له امله په کاري کمزورۍ او بې کفایتۍ تورنوي.
د جرګې دا غړی تاکېد کوي، هغه مسوولین چې تیرکال یې د پراخیتایي بودجې څلویښت فیصده نه ده لګولې باید استیضاح شي.
د جرګې غړي نصرت او رمضان بشر دوست وایي:
″نصرت: د زمستاني له رخصتیو نه مو مخکې پر دې مسالې بحث کړی و، تر څو هغه وزارت خانې چې د فیصدي له مخې خپل بودجه نه ده لګولې، هغه دې د استیضاح لپاره ولسي جرګې ته راوغوشتل شي.
د قانون له مخې باید دا وړاندیز وکړو، هغه ټول وزیران چې نه دي توانیدلي خپله بودجه مصرف کړي، استیضاح دې شي.″
په ولسي جرګه جرګه کې د بودجې دنه لګولو بحثونه په دی ورځو کې تاوده شوي دي.
په دې وروستیو کې د جرګې یوشمېرغړو د مالیې دوزیر داستیضاح په هکله خپل وړاندیزونه اداري پلاوي ته سپارلي هم دي.
د مالیې وزیر ډاکترعمر زاخیلوال تیره اوونۍ د تیرکال د بودجې د قطعي وضاحت لپاره ولسي جرګه چې ورغوښتي وو، خو د جرګې غړي وایي، چې د مالیی د وزیر ځوابونو د دوی قناعت حاصل نه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د کال پای ته شاوخوا یوه نیمه میاشت پاتې ده،
خو ډیرې دولتي ادارې پاتې راغلي، چې د دوی د پراختیایي بودجې لازمه برخه دې په مربوطو چارو او پروژو ولګوي.
راپور: خان محمد سیند