روسیې په لویدیځه اروپا کې د ناټو د توغندیو پر دفاعي سیسټم نیوکه وکړه

د روسیې د دفاع وزیر ″اناتولي اناتونوف″ چې له ناټو سره په لویدیځه اروپا کې د توغندیو د دفاعي سیسټم د پلان په اړه د مسکو د مذاکراتو مشري کوي، وایي، چې په دې اړه بحثونه په ټپه دریدلي حالت ته رسیدلي دي.

″اناتونوف″ له کمرسانت ورځپاڼې سره په مرکه کې د لویدیځ د توغندیود دفاعي سیسټم پر وړاندیز انتقاد وکړ، هغه یې مبهم وباله او زیاته یې کړه، چې د اروپا د میزایلو په دفاعي سیسټم کې د روسیې د ګډون مساله بیخي له بحثونو وتلې ده.

هغه د امریکا په مشرۍ د میزایلو دغه دفاعي سیسټم د روسیې امنیت ته اساسي ګواښ وباله او ویې ویل، چې مسکو به د ستراتیژیکو وسلو د کمولو له نوي تړون څخه چې د نیوسټارټ په نوم یاد شوی او په ۲۰۱۰ کال کې یې له واشنګټن سره لاسلیک کړ، ووځي.