ولې ځیني میرمنې په سینګار کې زیاتی کوي؟ -د سلواغې ۱۷مه

انسان په تېره ښځې فطرتا د سینګار او ارایش خوښونکې دي، دا یې طبیعي غوښتنه ده چې ښکلې، منظمې او د ټولنې د احترام او درناوي وړ وي.

روانپوهان وایي، هغه کس چې ځان پاک او منظم ساتي او له خپل عمر سره سم جامې غوره کوي او خپلې سلیقې ته پام کوي له رواني پلوه جوړ انسانان دي.

خو ځینې ښځې د سینګار، جامو او ګاڼو په کارونه کې د افراط تر حده مخکې ځي.

دوي د خوښیو محفلونو ته چې یو ځل جامې جوړې کړي بل محفل کې یې نه اغوندي.

ودونو ته د څو جوړو جامو جوړول ښایي ډېرو افغانو کورنیو ته شونې نه وي داسې ښځې هم شته چې د دې بېځایه سیالیو لپاره پور کوي او نوې جامې برابروي.

که له ودونو او کورنیو محفلونو راتېر شو، ځينې هغه ښځې چې په ټولنه کې فعالې دي او دندې ترسره کوي په رسمیاتو کې دومره ډېر سینګار کوي یا د سرو ګاڼې کاروي چې له لرې د هر چا پام ور اوړي.

نور پروګرام په غږ کې اوریدلای شﺉ

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ