د پاکستان صدراعظم نن قطرته ځي، چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د خپل هېواد پر دریځ له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.
یوسف رضا ګیلاني پرون په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې په یوه باثباته او امن لرونکې افغانستان کې د پاکستان ګټی هم نغښتې دي او دوې د روغې جوړې د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې مشري یې افغانان کوي.
ورته خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنارباني کهر هم تیره اونۍ کابل ته په سفر کې کړې وه، خو د افغانستان د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، چې پاکستان چې په وروستیو کې یې اړیکې له افغانستان او امریکا سره خرابې شوې غواړي د سولې له روانې عملیې څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
د افغانستان او پاکستان حکومتونه په قطر کې د سولې له عملیې لیرې ساتل شوی، خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګروسمن کابل ته په وروستي سفر کې افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د سولې د خبرو مشري به یواځې افغانان کوي.
طالبانو تیره میاشت اعلان وکړچې غواړي په قطرکې د ځان لپاره سیاسي دفتر پرانیزي او ویې ویل چې له امریکاسره یې ابتدایي خبرې پیل کړي دي.
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان ترهغو نشي کولای چې په قطر کې د سولې په عملیه کې مهم رول ولوبوي ترڅو چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې کړکیچ کم شوی نه وي.
د سیاسي چارو څیړونکي حسن عسکري د فرانسې خبري اژانس ته دغه راز وویل، چې پاکستان باید د امریکا او افغانستان اعتماد ترلاسه کړي چې د سولې په خبرو کې مهم لوبغاړی وګرزي.
قطر ته د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې سفر کوي چې تراوسه د افغانستان او قطرحکومتونو په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو پرموضوع مستقیمې خبرې نه دي کړي.
د سیاسی چارو څیړونکي او د افغان خپرندوی د مرکز مشر حاجی سید داود ازادی راډیو ته وویل، چې پاکستان چې په تیرو دریو لسیزو کې یې د افغانستان په مسله کې رغنده رول نه دی لوبولای که دا ځل په قطر کې د سولې د پروسې د شنډولو هڅه ونه کړي ښایي له دغې پروسې څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
هغه وویل، د افغانستان د حکومت کمزوري د دې لامل شوې چې پاکستان خپل دوه مخي سیاست ته دوام ورکړي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لېوال وایي، پاکستان دا درک کړې، چې په سیمه کې منزوی شوی او غواړي چې له دې حالته ځان وباسي او ژر دغې پروسې ته داخل شي.
ښاغلي لیوال زیاته کړه، چې په قطرکې د سولې د هڅو په اړه د افغانستان د حکومت اندیښنې وروسته له هغې یوڅه لرې شوې چې کابل ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګروسمن افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې د سولې خبرې به د افغانانو په مشرۍ ترسره کیږي او په دوحه کې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو مخکې باید د افغان او قطرحکومتونو ترمنځ مستقیمې خبرې وشي.
قطرته د پاکستان د صدراعظم د سفر په اړه افغان چارواکو تراوسه نظرندی څرګند کړی خو د افغانستان د سولې عالي شورا له ښاغلي ګیلاني غوښتي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ریښتینې همکاري وکړي.
لویدیځ چارواکي چې پاکستان یې له وسله والو طالبانو سره په افغانستان کې پربهرنیو ځواکونو په بریدونو کې په لاس لرلوتورن کړی، وایي که داهیواد د سولې له بهیره لیرې وساتل شي دا توان لري چې د سولې هره معامله شنډه کړي.