"د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې مثبت بدلون نه دی راغلی"

که څه هم پاکستان په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ ښيي
خو د افغان حکومت مخالفه سیاسي ډله« ملي ایتلاف » وایي، چې پاکستان اوس هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د سیاست له دوامه لاس نه دی اخیستی او هڅه کوي چې، دا هېواد بې ثباته کړي.

دا خبرې د یادې ډلې مشر ډاکتر عبداله عبداله د یکشنبې په ورځ په کابل کې د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د میلاد د نمانځلو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وکړې:

«اوس هم طالبان په پاکستان کې دي، په کمپونو کې اوسیږي او د پاکستان له خوا یې ملاتړ کېږي.

دا پالیسي نه ده بدله شوې او ای، ایس، ای، چې په افغانستان کې یو کمزوری او مزدور حکومت غواړي له دې هڅو یې لاس نه دی اخیستی»

د افغان حکومت د مخالفې سیاسي ډلې« ملی ایتلاف » بل مهم غړی محمد یونس قانونی وویل، پاکستان د افغانستان په هکله یو پټ پروګرام لري او غواړي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د دې هېواد پر خلاف له مختلفو لارو منظم اقدامات پیل کړي:

«د پاکستان د« ای، اس، اې» پروګرام دا دی چې، ستراتیژیک بریدونه، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یعنې په دوه زره څوارلسم میلادي کال پیل کړي.»

سربیره پر ملي ایتلاف، د افغانستان ځیني لوړ پوړي چارواکې هم پر پاکستان تور لګوی چې، د افغانستان د سولې له روان بهیر سره رښتیني همکاري نه کوي.

کله چې پاکستان د بن په وروستی کنفرانس کې له ګډون څخه انکار وک، جمهورریيس کرزي د المان د شپیګل له مجلې سره په خبرو کې ویلي و، چې پاکستان غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې خنډ شي.

سربیره پردې ولسمشر کرزی دا هیله هم ښودلې چې پاکستان دې د افغانستان په وړاندې یومستقل سیاست غوره کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهرڅو ورځې مخکې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې تاکېد وکړ چې، پاکستان د افغانستان د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي او پرته له دې هیڅ ډول پټ پروګرام یا اراده نه لري.

خان محمد، سیند کابل